د «ic-el» اطلاعی سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه نندارتون كښې به د اسلامی او قرآنی خوشنويسۍ او داسلامی ميراث يو شمير آثار، يو شمير مستند فلمونه او ګڼ شمير مختلف اسلامی كتابونه نندارې ته كیښودل شی.
ددغه نندارتون تر څنګ به همداشان په انګلستان كښې د استونګنو مسلمانانو لپاره د زده كړې بيلا بيل وركشاپونه او په مختلفو موضو ع ګانو سره د سوال او ځواب يو لړ غونډې هم تر سره شی.
دغه مركز همداشان په دې وروستيو كښې د نويو مسلمان شويو انګريزانو له پاره د قرآن د زده كولو يو شمير كلاسونه هم پيل كړی دی.
752500