IQNA

احمدی نژاد: د ايران د سپورت او پوهې ډګر ځوانان، هر څوكه چې هدف وګرځوی فتح كوی یې ‏

20:21 - February 25, 2011
د خبر لمبر: 2086068
سياسی ډله:د ايران ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد نن د د چين د پارا آسيايی لوبو د اتلانو او مډال ګټونكو د ‏قدرونې په مراسمو كې وويل، د ايران له معيوبو لوبغاړو سپوتمينانو تمه كیږی چې خپل ټول توان منظم او مخ په وړاندې حركت ‏وكړی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد نن د د چين د ‏پارا آسيايی لوبو د اتلانو او مډال ګټونكو د قدرونې په مراسمو كې وويل، د ايران له معيوبو لوبغاړو سپوتمينانو تمه كیږی چې خپل ‏ټول توان منظم او مخ په وړاندې حركت وكړی.‏
احـمدی نژاد د معيوبو لوبغاړو په قدرونې سره جوته كړه، د چين د ګوانګجو په سياليو كې د ايراڼی معيوبو لوبغاړو وياړ، ‏د ايران عظمت نندارې ته وړاندې كړ.‏
د ايران معيوبو لوبغاړو، په دغو لوبو كې څلورم مقام تر لاسه كړ.‏
د ايران لوبغاړو، ۲۷ د سرو زرو، ۲۴ د سپينو زرو، او ۲۹ د زیړو مډالونه وګټل او له چين، جاپان، جنوبی كوريا، ‏وروسته څلورم مقام یې ترلاسه كړ.‏
‏753244‏
captcha