IQNA

علی لاريجانی: اسلامی ویښتا د ايران د ملت د مقاومت نتيجه ده ‏

20:20 - February 25, 2011
د خبر لمبر: 2086070
سياسی ډله: د ايران داسلامی جمهوريت د پارلمان مشر وويل په سيمې كې اسلامی ویښتيا د ايران د لوی ملت په څير د ‏يوه ملت د مقاومت او تل پاتيكيدا نتيجه ده .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی جمهوريت د پارلمان مشر ښاغلی علی ‏لاريجانی بیګا له خبريالانو سره په خبرو كې د سيمې بدلونونه يوې معجزې ته ورته وبلل او زياته كړه، ځينی هڅه كوی بيلابيل ‏تحليلونه او شننې وړاندې كړی او دغه پیښې منظمې او پلان شوی وښئ خو دغه شان نه ده او دا په سيمې كې د اسلامی ویښتيا ‏يوه څپه رامينځته شوې ده. ‏
د ايران داسلامی جمهوريت د پارلمان مشر روښانه كړه دغه ویښتا په خپلواكۍ او آزادۍ غوښتنې سره او د استكباری ‏قدرتونو په مقابل كې د ايران د لوئی ملت په څير د يوه ملت د ۳۲ كلن مقاومت او تل پاتی كيدا نتيجه ده. ‏
د ايران داسلامی جمهوريت د پارلمان مشر زياته كړه ، د سيمې خلك د ايران د ملت په بيلګه ګرځولو سره متوجه شوی ‏دی چې بايد د ظلم او كړاؤ په وړاندې مقاومت وكړی او په پريكنده ډول به ددغه مقاومت خوږلښت هم وڅكی .‏
‏751347‏
captcha