د «الكوثر» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مسلمانو د علماو انجمن په دغه بيانيه كښې د اسلامی خيريه او بين المللی موسسو او نه وغوښتل چې د ليبيا د خلكو سره مرسته وكړی او د ليبيا د مسلمانو خلكو سره د معمر قذافی د لړزونكو اقداماتو په وجه دې د هغه د قصاص له پاره هڅه وكړی.
په دغه بيانيه كښې د ليبيا د مسلمانو خلكو او د هغوی د غوښتنو تر څنګ د مسلمانو علماو او پوهانو د دريدنې او د هغوی پر خلاف د هر ډول ظلم او ستم د ردولو په اهميت باندې ټينګار شوی دی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: د انصاف او عدالت د عملی كولو او د ظلم او ستم د ختمولو له پاره غوښتنه يوه شرعی غوښتنه ده او دغه غوښتنې شرعی سر غړونه او مخالفت نه ګڼل كیږی بلكې دغه اقدامات يو ډول امر بالمعروف او نهی عن المنكر دی.
753349