د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا سيمينار چې د په عربی نړۍ كې اسلامی ویښتيا نومې كانفرنس نن د كب په اتمې نیټې د اسلامی نړۍ د مطالعاتو ښوونځې په همكارۍ سره تر سره شوترسره شو
ددې ښوونځې شر ښاغلی سعيد عاملی وويل چې په داسې حال كښې چې د خلكو پاڅونونه ټول مينځنی ختیځ ته خپریږی اټكل كیږی ايران هماغه ډول چې سويز كانال ته د جنګی بیړيو د استولو لپاره د هغه له زړورې فيصلې معلومه ده له دغو سيمه ايزو بدلونونو وروسته لاپسې پياوړی شی.
هغه زياته كړه ځينو كسانو فكر كاوه چې د ايران اسلامی جمهوريت بايد په سيمه كښې عمومی بدلونونو ته په اندیښنې سره وګوری خو ايران په ټول مينځنی ختیځ كښې پاڅونونه د يوه سيمه ايز قدرت په توګه د ځان د برترۍ تايدولو او د امريكا د قدرت د ځوړتيا په توګه ګوری .
ښاغلی سعيد عاملی وويل چې د مينځنی ختیځ بدلونونه هر څومره چې مخ ته ځی داسې حكومتونه به رامينځته كړی چې كم به د امريكا ګوډاګيان وی .
هغه بيا داسې وويل هم دا اوس د فارس خليج د نورو كوچنيو هيوادونو او سعودی عربستان په شان په سيمه كښې د امريكا نور متحد هيوادونه په اندیښنې سره خپل حالت ته كتنه كوی ځكه چې د ايران د سيمه ايز موقعيت لرليد د هغه انزوا او څنګ ته كيدا په اپوټه چې د امريكا ولسمشر یې هڅه كوله سمدستی بدل شوی او په ټول مينځنی ختیځ كښې د امريكا وسونه كمزوری شوی دی.
هغه زياته كړه د ايران لپاره ترټولو مهمه خبره دا ده چې هغه ټول اړمونه چې د امريكا حكومت د ايران دسوله ايز اټومی پروګرام د كنټرولولو لپاره د تهران پر ضد كارولی دی هم دا اوس ناكامه شوی دی.
754747