IQNA

اسلامی فرهنګ او كلتور د (تنسی) په فنی پوهنتون كښې څیړل كیږی.

11:12 - February 28, 2011
د خبر لمبر: 2087742
بين المللی ډله: اسلامی او عربی فرهنګ او كلتور نن د كب په نهمه د تنسی په فنی پوهنتون كښې د بحث او څیړنې وړ ګرځی.
د «Herald-Citizen» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مورفريزبورو د اسلامی مركز امام اسامه محمد بهلول په هغه غونډه كښې چې په دې اړه جوړه شوې د اسلامی او عربی كلتور، په مصر كښې د وروستيو پیښو د رامينځته كيدو او د مصر په الازهر پوهنتون كښې د الهياتو په څانګه كښې د خپلې زده كړې د تجرباتو په باب خبرې وكړې.
بهلول چې په تيرو وختونو كښې د ټكساس د اسلامی انجمن امام وو، د الازهر پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د څانګې نه د كار پوهۍ فارغ التحصيل دی او اوس هم ددينونو د تطبيقی مطالعاتو په برخه كښې په دغه پوهنتون كښې د پی، ايچ، ډی محصل دی.
دوی له ٢٠٠٨ كال نه تر اوسه پورې د مورفريزبورو اسلامی مركز د امامت دنده په غاړه لری.
754527
captcha