IQNA

د نړۍ په رائجو ژبو د قرآن پاك ترجمه يو ضرورت دی.

15:58 - March 02, 2011
د خبر لمبر: 2089412
د قرآنی فعاليتونو ډله: د بروجرد سيمې امام جمعه د دنيا په رائجو ژبو د قرآن كريم ژباړه يو ضرورت او اړتيا وبلله
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د لرستان څانګې د رپورټ له مخې: د بروجرد سيمې امام جمعه حجت الاسلام حسن ترابی د د قرآن د ترجمې او د استاذ آيتی په ملی كانفرنس كښې كوم چې د سه شنبې په ورځ په بروجرد پوهنتون كښې تر سره شو ددغه مطلب په بيانولو سره زياته كړه: د نړۍ په رائجو ژبو د قرآن پاك ژباړل يو مهم ضرورت دی په تيره بيا په ننۍ نړۍ كښې چې د امام خمينی (رح) په مشرۍ د ايران د اسلامی انقلاب په برياليتوب سره اسلام او قرآن د مختلفو ټولنو د خبره ګانو او پوهانو د توجه مركز ګرځيدلی دی.
دوی په دې بيان سره چې په دنيا كښې د اسلام د پراختيا او نفوذ چټكتيا يوه تاريخی پیښه ده ووئيل: د ملګرو ملتو د سازمان د دينونو د شميرنې په اساس نن سبا په نړۍ كښې موجود ټول دينونه منفی وده لری بې د اسلام له مبين دينه چې هر كال يو فيصد مثبته وده لری.
د بروجرد امام جمعه په دوام كښې ووئيل: كه چيرې دغه چلن دوام ولری نو تر راتلونكو ٩٩ كالو پورې به د ځمكې د مخ ټول نفوس مسلمانان شی.
حجت الاسلام ترابی زياته كړه: د اسلام د مقدساتو، قرآن او د پيغمبر اكرم حضرت محمد (ص) دا سپكاوی چې نن سبا په لويدیځه نړۍ كښې بڼه نيسی، د هغوې د ويرې او وحشت په وجه دی.
756197
captcha