IQNA

په ملائشيا كښې د چينيانو له پاره جومات جوړیږی.

15:57 - March 02, 2011
د خبر لمبر: 2089414
بين المللی ډله: په ملائشيا كښې د چين د مسلمانانو انجمن (Macma) اراده لری چې د ملائشيا په پلازمينه كوالا لمپور ښار كښې د چينی مسلمانانو له پاره يو جومات جوړ كړی.
د «Thestar» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه جومات چې د اسلامی معمارۍ سر بيره به د چينی معمارۍ له ځانګړتياوو څخه هم برخور وی، د ملائشيا د ټولو مسلمانانو له پاره هم خلاص وی.
په ملائشيا كښې د چينی مسلمانانو د انجمن رئيس مصطفی ما په دې اړه ووئيل: ددغه جومات جوړيدل به په تيره بيا په چينی تبعه ټولنه كښې د اسلام د لا ښه درك د ترويج سره مرسته وكړی.
د چين د مسلمانانو په مسجد كښې به يو اسلامی فرهنګی مركز هم شامل وی او ددې د جوړولو كار به د Macma د انجمن له خوا د معمارۍ د طرحې د ټاكلو نه پس پيل شی.
755951
captcha