IQNA

د برونائی د اسلامی علومو ښوونكی سره را غونډ شول.

20:10 - March 03, 2011
د خبر لمبر: 2089722
بين المللی ډله: د برونائی د اسلامی اصولو استاذان او ښوونكی د كب د مياشتې په ١٠ نیټه په دغه هيواد كښې د داسلامی زده كړې د څیړلوپه موخه سره را غونډ شول.
د «RTBNews» د اطلاعاتی سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې د برونائی د دينی چارو وزير يانګ برهومات د قرآن كريم په قرائت باندې د اسلامی علومو د ښوونكو د تسلط په لازموالی باندې په ټينګار سره ووئيل: د قرآن كريم په قرائت باندې عبور او تسلط په اسلامی علومو باندې د تسلط كلی ده او د يادولو او د اسلامی علومو د ښوولو كار آسانوی او د قرآن په قرائت باندې د تسلط نشتوالی به د اسلامی علومو ښوونكی له يو شمير ستونزو سره مخامخ كړی.
په دغه كانفرنس كښې همداراز د ملائشيا د ټيكنالوجۍ د پوهنتون نائب رئيس زينی يوجانګ هم په علم او ټيكنالوجۍ كښې د اسلامی زده كړې د موقعيت موضوع وڅیړله.
يوجانګ اعلان وكړ: د اسلامی علومو د زده كړې اهميت له دې روپه دی چې اسلامی علوم د انسان د ژوند ټول اړخونه په بر كښې نيسی او دغه ټول علوم د قرآن او حديث په دوو جامعو سرچينو كښې را غونډ شوی دی.
756745
captcha