IQNA

په رياض كښې د محمد بن جلوی په نامه د قرآن او حديث مقابلې تر سره كيدونكی دی.

20:09 - March 03, 2011
د خبر لمبر: 2089729
بين المللی ډله: د محمد بن جلوی په نامه د قرآن كريم او د نبوی (ص) حديثو د حفظ د مقابلو اتمه دوره د كب د مياشتې له ١٤ نیټې د شنبې له ورځې څخه د عربستان په پلازمينه رياض ښار كښې پيلیږی.
د «نسيج» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه مقابلو د جوړولو عمومی منشی احمد بن حمد البو علی په دې هكله ووئيل: دا قرآنی مقابلې به د قرآن د حفظ، د حديثو او سنت نبوی او د اسلام د مبين دين د تبليغ په دريو برخو كښې تر سره شی.
دوی زياته كړه: د دغو مقابلويوه برخه همداشان هغو قيديانو ته چې په عمومی جيلونوكښې دی او همداراز په عربستان كښې استوګنو لږكيو ته بيله شوې ده.
احمد بن البو علی څرګنده كړه: په انټر نیټی نوم ليكنه كښې چې ددغو مقابلو د اطلاع رسونې د سائیټونو له لارې بڼه نيسی، تر اوسه پورې 723 كسانو د ګډون له پاره نومونه ليكلی دی او له دې نه علاوه 120 تنه قيديانو او 83 تنه غير عرب اقليتونو په دغه مقابلو كښې د ګډون له پاره د چمتو والی اعلان كړی دی.
756647
captcha