IQNA

په قرآنی تعليماتو باندې په صادقانه توګه عمل، د ټولنې د ستونزو حل لاره ده.

16:47 - March 08, 2011
د خبر لمبر: 2092694
بين المللی ډله: د قرآن كريم او د پيغمبر اكرم (ص) په تعليماتو باندې صادقانه او د زړه له تله عمل كول، د فقر، فساد، ګرانۍ او د ټولنې په وړاندې د پرتو داسې نورو ډول ډول مشكلاتو سره د مقابلې حل لاره ده.
د «Two Circles» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د هندوستان مسلمان كار پوه مكرم جاويد په (سيره النبی (ص) ) كانفرنس كښې كوم چې د كب د مياشتې په ١٥ د هندوستان د راجستان ولايت په مركز جيپور ښار كښې تر سره شو، د قرآن كريم او د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په تعليماتو باندې صادقانه عمل كول د ټولنې د ډول ډول ستونزو سره د مقابلې حل لاره وبلله.
دوی په دغه كانفرنس كښې د اقتصادی فعاليتونو په زمينه كښې د قرآن كريم د تعليماتو په څیړلو سره اعلان وكړ: غير اسلامی مالی نظامونه په ګټې پورې د پيئلتوب په وجه، د غريبانو د لا زيات غريب كيدو او د مالدارانو د لا زيات مالداريدو سبب كیږی او طبقاتی واټن زياتوی.
د هندوستان نورو پوهانو هم په دغه كانفرنس كښې ټولنو ته پیښو مختلفو ستونزو سره په مقابله كښې د قرآن كريم او د حضرت محمد مصطفی (ص) د تعليماتو د پيروۍ اغيزې وڅیړلې.
دغه كانفرنس د هند د جيپور ښار د جماعت اسلامی په همت جوړ شو.
759165

captcha