IQNA

په كويت كښې د قرآنی تربيت وړومبی كانفرنس تر سره كیږی.

16:47 - March 08, 2011
د خبر لمبر: 2092695
بين المللی ډله: د كويت د اوقاف د قرآن كريم د چارو او د اسلامی مطالعاتو مرستيال عبدالله مهدی براك د زده كړې او روزنې په بيلا بيلو ډګرونو كښې د قرآن كريم د رول د څیړلو په هدف سره د قرآنی تربيت د وړومبی كانفرنس د تر سره كولو خبر وركړ.
د كويت چاپ الرای ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: براك ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: دغه كانفرنس د كويت د السراج المنير قرآنی موسسې په همت او (د ارمانی دينی تربيت په لور) شعار سره د ١٣٩٠ كال د وری د مياشتې له ٨ نه تر ١٠ نیټې پورې تر سره كيدونكې دی.
دوی په يوه خبری غونډه كښې څرګنده كړه: د السراج المنير قرآنی موسسې د فعاليتونو د ساحې پراختيا، د قرآن كريم د رول بيانول او له ځوانانو او محصلينو څخه د ملاتړ لپاره په مختلفو آموزشی، تربيتی او دينی زمينو كښې د كورنۍ د فرهنګ زياتول او هم د ښوونې او روزنې د ځائی، سيمه ايزو او بين المللی موسسو سره د تجرباتو تبادله ددغه كانفرنس د تر سره كولو اهداف دی.
759234

captcha