د «The News خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د پاكستان د ( اسلام غږ) نومی سازمان په همت د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د ژوند د مختلفو اړخونو او د نبوی تعليماتو په اساس د اسلامی امت په وړاندې د پرتو ستونزوسره د مقابلې د معرفی كولو په هدف سره تر سره شو.
په ټولنه كښې د قران له تعليماتو او د پيغمبر اكرم (ص) له احاديثو څخه په ګټه اخيستو سره د سولې، ورورولۍ، تسامح او سوله ايزې هم زيستۍ رواجول هم ددغه نړيوال كانفرنس له نورو اهدافو څخه دی.
په دغه درې ورځنی كانفرنس كښې د نړۍ د ١٥ هيوادونو تكړه مسلمان پوهان او عالمان شتون لری او د كانفرنس د عنوان په چوكاټ كښې د مختلفو موضوعاتو په باب ويناوې كوی.
759142