IQNA

په ملائشيا كښې د قرآن كريم د حفظ د ښوونې د پروژې اجرا

14:06 - March 09, 2011
د خبر لمبر: 2093192
بين المللی ډله: د ملائشيا د سلانګور ولايت والی تر 2020 ميلادی كاله پورې د قرآن كريم د تكړه حافظانو د روزنې په موخه د قرآن كريم د حفظ د ښوونې طرحه اجرا كړه.
دملائشيا د «Bernama» خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سلانګور ولايت والی عبدالخالد ابراهيم د كب د مياشتې په ١٦ نیټه د ملائشيا د قرآن د حفظ د مقابلو د پرانيستې په مراسمو كښې ددغه خبر د اعلانولو په ترڅ كښې ووئيل: دغه پروژه د سلانګور ولايت د اسلامی چارو د شوری (MAIS) او ددغه ولايت د قرآن د حفظ د كمیټې له خوا سنجول شوې ده او ددغو دوو ارګانونو په همت اجرا كیږی.
دوی زياته كړه: ددغې پروژې په اجرا كيدو سره به تر ٢٠٢٠ كاله پورې د قرآن كريم ٥٠٠ حرفه ای حافظان روزنه ومومی.
عبدالخالد ابراهيم همداراز ووئيل: ددغې طرحې په اساس به تر ٢٠١٥ كاله پورې د قرآن كريم د حفظ په موسسو او له حرفه ايز مديريت نه د هغوی په برخورۍ باندې څارنه وشی.
759960
captcha