د «OCI» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د ليبيا د بې كوره شويو خلكو د وضعيت د څیړلو له پاره د اسلامی كانفرنس د سازمان د عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو له غوښتنې وروسته تر سره شوه.
احسان اوغلو په ليبيا كښې د وروستيو اونيو د نا آراميو او په دغه سيمه كښې دانسانی كړكيچ د رامينځته كيدو په وجه د اسلامی كانفرنس له غړيو هيوادونو او له بين المللی سازمانونو څخه ددغه هيواد د مسلمانانو سره د مرستې غوښتنه وكړه.
د اسلامی كانفرنس د سازمان عمومی منشی همداراز څو ورځې مخكښې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومی منشی بان كی مون او د څو سيمه ايزو سازمانونو د استازيو په شتون سره په يو ویډيو كانفرنس كښې ګډون وكړ چې پكښې حاضرو كسانو د ليبيا كډوالو ته د انسانی مرستو د رسولو په لارو چارو باندې بحث او د نظر تبادله وكړه.
758955