IQNA

منوچهر متكی: د امريكې د نظر وړ مينځنی ختیځ داسی ماشوم دی چې مړ وزیږيد ‏

17:26 - March 10, 2011
د خبر لمبر: 2093543
سياسی ډله: د ايران د خارجه چارو پخوانی وزير وويل د امريكا د نظر وړ مينځنی ختیځ داسی ماشوم دی چې مړ وزیږيد.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه چارو پخوانی وزير ښاغلی منوچهر متكی پرون د ‏افغانستان د شيعه علماو د شورا له مشر ايت الله اصف محسنی سره په كتنې كښې د مصر او تيونس په شمول په اسلامی هيوادونو ‏كښې په ولسی پاڅونونو او په نړيوالو بدلونونو غور سره د افغانستان او ايران د اړيكو په پراختيا او پياوړتيا ټينګار وكړ.‏
ښاغلی منوچهر متكی په دې خبرې سره چې ايران تل د افغانستان د ملت او حكومت په څنګ كښې وو او دی وويل د ايران په ‏پوهنتونونو كښې د افغانستان دولس زره (۱۲۰۰۰)محصيلينو زده كړی دی چې دغه موضوع د افغانستان د انسانی پراختيا په لوړتيا ‏كښې زيات اهميت لری.‏
ښاغلی منوچهر متكی په دې خبرې سره چې حاضردمه هم د ايران په پوهنتونونو كښې د افغانستان څلور زره محصيلين زده كړه ‏كوی وويل د افغانستان پنځوس زره(۵۰۰۰۰)غير قانونی محصيلين او زده كونكی هم د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر په حكم ‏په مدرسو كښې جذب شوی دی.‏
د افغانستان د شيعه علماو د شورا مشر ايت الله اصف محسنی هم له افغانستان سره د ايران د اسلامی جمهوريت د مرستو په قدرونې ‏سره د دواړو ګاونډيو هيوادونو د هراړخيزه ملګرتياو په پراختيا ټينګار وكړ.‏
‏760652‏
captcha