IQNA

ايت الله خامنه ای: د ملتونو مقاومت، د هغوی د برياليتوب ضامن دی ‏

16:20 - March 11, 2011
د خبر لمبر: 2093626
سياسی ډله: د اسلامی ا نقلاب ستر مشر، نن د خبرګانو د شورا له غړيو سره په كتنې كې وويل، د سيمې په هيوادونو كې هغه مهمې ‏پیښې چې ترسره كیږی، لا تر اوسه د لارې په پيل كې دی، او بايد د هغه د بيلابيلو اړخونو په درك سره، په خپلو مهمو دندو عمل ‏وكړو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ا نقلاب ستر مشر ايت الله خامنه ای د سيمې د ملتونو اسلامی ‏ویښتيا، او د اسلامی انقلاب د پرمختګونو له دوامه بيلګه اخستل شوې ستره پیښه وبلله، او په دغو حساسو حالاتو كې یې د مسولينو او ‏سياستوالانو مهمو دندو په بيانولو سره ، په ډګر كې د خلكو شتون او اسلامی شعارونه، د سيمې د بدلونونو دوه مهمې ځانګړنې وبللې.‏
هغوی زياته كړه، دغه بدلونونه، په ايران كې د ټولو وچتو مفكورو او د ټولو صادقو مسلمانانو هيله ده.‏
ايت الله خامنه ای په ډګر او خطر كې د ملتونو شتون او مقاومت، د هغوی د برياليتوب ضامن وباله، او وې ويل، كله چې خلك د ‏هغه څه په شان چې ۳۲ كاله وړاندې په ايران كې پیښ شول، په ډګر كې شتون پيدا كړی، الهی قدرت، د هغوی اراده او عزم ‏پياوړی كوی، او برياليتوب یې هم حتمی كوی.‏
د اسلامی انقلاب ستر مشر زياته كړه، د ملتونو له ارادې د پروردګار د ملاتړ په سيوری كې، نه يواځې اړونده واكمنان، فاسد او ‏مستبد مشران بلكه، امريكا او د نړۍ نور قدرتونه هم له خپلې وژونكې او بې رحمه خوی سره، په نهايت كې د ملتونو په مقابل كې ‏ناكامه كیږی، هماغه ډول چې په روانو پیښو كې هم دغه شوق پارونكی حقيقت تجربه كوو.‏
هغوی د سيمې په بدلونونو كې ، اسلامی انقلاب يو اغيزمن عامل وباله، او وې ويل، د اسلامی انقلاب برياليتوب، د اسلامی ‏جمهوريت جوړيدل، تل پاتې كيدل، پياوړتيا او په بيلابيلو زمينو كې د اسلامی نظام مخ په وړاندې پرمختګونه، د عزت او هويت ‏بښونكې بيلګې په توګه د سيمې د مسلمانو ملتونو د سترګو په وړاندې دی، او هغوی یې تر خپل اغيزلاندې راوستلی دی.‏
‏761410‏
captcha