IQNA

په عربستان كښې د قرآن كريم د داورانو د زده كړې دوره تر سره كیږی.

11:20 - March 14, 2011
د خبر لمبر: 2095151
بين المللی ډله: د قرآن كريم د داورانو پنځمه ځانګړې آموزشی دوره د عربستان د قرآن كريم د حفظ د ملی مقابلو د ديارلسمې دورې تر څنګ جوړیږی.
د نسيج اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عربستان د سلمان بن عبدالعزيز نومې انعام لرونكې د قرآن كريم د حفظ د ملی مقابلو د ديارلسمې دورې عمومی منشی منصور بن محمد السميح په دې هكله ووئيل:د قرآن كريم د داورانو د زده كړې دا ځانګړې دوره به د ١٣٩٠ كال د غبرګومی په مياشت كښې ددغو قرآنی مقابلو تر څنګ د عربستان د اوقاف او اسلامی تبليغاتو او كلتور د وزارت په همت او د قرآن د ښځينه او نارينه داورانو په شتون سره تر سره شی.
دوی زياته كړه: د داورانو د زده كړې ددغې دورې د تر سره كولو هدف، د داورانو چمتو كول او د عربستان د مختلفو سيمو او ولايتونو او ددغه هيواد د بين المللی مقابلو په كچه د قرآن كريم په مقابلو كښې د سيالۍ له پاره د هغوې د پوهې زياتول او لوړول دی. 762630
captcha