IQNA

د اسلامی حجاب او پردې سره د قزاقستان د ولسمشر د مخالفت څرګندونه.

11:17 - March 14, 2011
د خبر لمبر: 2095413
د قزاقستان جمهور رئيس په يو لړ عجيبه شانته ويناوو كښې اسلامی حجاب د يو نه پيژندل شوی رسم په توګه او يوه ښكارنده وباله او په خپل هيواد كښې ئې ددغې دينې فريضې له هر ډول سره خپل مخالفت څرګند كړ.
د نووستی خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قزاقستان جمهور رئيس نور سلطان نظربايف ددغه هيواد دجنوب په تركستان ښار كښې ددغو اسلام دښمنو ويناوو په كولو سره زياته كړه: زه په تيره بيا په پوهنتونونو او په ځوانو ټولنو كښې د سكارف يا پردې په شمول د هر ډول اسلامی پوشش سره سخت مخالف يم.
ده د آزادۍ له فلسفې سره د اسلامی حجاب په مخالف بللو سره دغه دينی فريضه د اسلام په آئين باندې يوه تپل شوې ښكارنده وبلله.
د وئيلو وړ ده چې د نظر بايف له خوا د دغو اسلام دښمنه آئیډيا ګانو طرحه د اسلامی دودونو او سنتونو د ناڅه شميرلو او د لويدیځ سره چې د ماډرن ايزم او ډيموكراسۍ دعويدار دی د ملګرتيا ښودنه كوی.
762652
captcha