IQNA

په ټيكساس كښې د قرآن شريف د زده كړې كوټلې دوره تر سره كيدونكې ده.

11:19 - March 14, 2011
د خبر لمبر: 2095419
بين المللی ډله: د قرآن كريم د زده كړې كوټلې دوره د ١٣٩٠ ه.ل كال د غبرګومې د مياشتې له ١٣ نه د چنګاښ تر ١٠ نیټې پورې د امريكې د ټيكساس ولايت په كارلټون اسلامی فاونډيشن كښې تر سره كیږی.
د «Bayyinah» اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه يوه مياشتنۍ دوره كښې به كومه چې د امريكې د بينه نومې اسلامی موسسې په همت تر سره كیږی، د عربۍ ژبې او د تفسير اصول و ښودل شی.
د زده كړې دغه كوټلې دوره د قرآنی علومو او د عربی ژبې د مينه والو له پاره د يو فرصت د رامينځته كولو په هدف سره تر سره كیږی او په كښې به د قرآنی علومو استاذان او متخصصان د درسونو په ښوولو لاس پورې كړی.
د دغې دورې د عربی ژبې د زده كړې په برخه كښې به ددغې ژبې د صرف او نحوې اصول وړاندې شی او د تفسير په برخه كښې به د مريم او طه مباركې سورې په هر اړخيزه توګه و څیړلې شی.
. 762637
captcha