د «Bru Direct» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مقابلو په دې دوره كښې چې د كب له ٢١ نیټې د شنبې يا خالی له ورځې نه پيل شوې ده او ٤ ورځې به جاری وی، ٥٩ ګډون كونكی سړی او ٢٦ ګډون كونكې ښځې په مقابلو بوخت دی.
د دغو مقابلو د ګټونكو نومونه نن د كب د مياشتې په ٢٤ په ځائی وخت د ماسپښين دوه بجې په يو جشن كښې اعلانیږی.
د فائنل ګټونكو ته به د ملائشيا د قرآن د قرائت په بين المللی مقابلو كښې د ګډون كولو اجازت نامه وركړې شی.
دغه مقابلې د برونائی د اسلامی چارو د وزارت په همت او ددغه هيواد د جوماتونو د چارو د سازمان په ملګرتيا، د قرآن د قرائت د اصولو زده كولو او د قرائت د كيفيت لوړاوی ته د مسلمانانو د هڅولو په هدف سره جوړې شوی دی.
763363