IQNA

په سویټزرلينډ كښې اسلامی انجمن جوړیږی

13:40 - March 17, 2011
د خبر لمبر: 2097273
بين المللی ډله: د سویټزرلينډ اسلامی انجمن په دغه هيواد كښې ددوو سترو اسلامی سازمانونو په همت سره جوړیږی.
د «journaldujura» د اطلاع رسونې دسائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه هيواد كښې د استوګنو ټولو مسلمانوله استازيو څخه د يوې منتخبې جرګې جوړول به ددغه اسلامی انجمن له فعاليتونو څخه يو فعاليت وی.
د سویټزرلينډ د اسلامی سازمانونو د فیډريشن (FOIS) رئيس هشام مظار په دې بيان سره چې په اروپا كښې د مسلمانانو د شتون څخه كلونه تيریږی، څرګنده كړه: زمونږ هدف دا دی چې دغه اسلامی انجمن د سویټزرلينډپه حكومت كښې د يوې حقوقی موسسې په توګه په رسميت وپيژندل شی.

دوی زياته كړه: مونږ غواړو چې په سوئټزرلينډ كښې د مسلمانانو څيرې ته ښه والی وبخښو او دا نوی انجمن هم په كار دی د دينونو تر مينځ د سولې د راژوندې كولو له پاره يو اوزار شی، مونږ غواړو چې د سوئټزر لينډ د خلكو له زړونو نه له اسلام څخه ويره وځی.
763912
captcha