د «ISESCO» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغو مقابلو د جوړولو هدف هغو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې كول دی چې د چاډ په پلازمينه كښې د قرآن كريم د حفظ په زمينه كښې د آيسسكو برنامو او فعاليتونو ته لاس نه شی پيدا كولې.
د قرآن كريم حفظ ته د ماشومانو هڅول او په چاډ په تيره بيا ددغه هيواد په شمالی سيمو كښې د قرآنی مدرسو د رول او موقعيت لوړول ددغو مقابلود جوړولو نورې موخې دی چې د ١٤ ګډون كونكو په شتون سره تر سره كیږی.
ددغو مقابلو د تر سره كولوله پاره د غږملتيا او د داورۍ او قضاوت د پلاوی د غړيو د ټاكلو دنده په چاډ كښې د آيسسكو نمائندګی په غاړه لری.
764719