د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا)د تركیۍ د څانګې د رپورټ له مخې: رجب طيب اردوغان څرګندونه وكړه: مونږ له پیړيو راهيسې د كربلا پیښه په زړونو كښې ساتلې ده، هر كله چې اورو چې ورور، خپل ورور وژنی نو همدغه درد بيا احساسوو، مونږ د كربلا د پیښې په شان غميزې نه غواړو او د يو ورور له خوا د ورور د وژلې خبر نه خوښوو.
دوی زياته كړه: زمونږ د حمايت وړ خوا روښانه او ټاكل شوې ده او مونږ د ولس، ډيموكراسۍ، سولې او ورورولۍ ملاتړی يو.
د تركیۍ وزيراعظم په دوام كښې زياته كړه: مونږ تل د قومی او كورنيو نښتو مخالف وو او يو او عقيده لرو چې د ليبيا حكومت دې خپل كورنۍ كړكيچ حل كړی.
دوی همداشان څرګنده كړه: تركيه به د سيمې د ستونزو د هواری په لړ كښې په خپلو مسوليتونو باندې عمل وكړی او د ليبيا د خلكو په غمونو خبر ده او هغه خپل غم او رنځ ګڼی. 764972