د ايران د قرآنی خبری آژانس د خوزستان د څانګې د رپورټ له مخې د اهواز د جمعې د لمونچځ موقت امام محسن حيدری د جمعې په ننيو خطبو كښې څرګندونه وكړه: هغه څه چې نن سبا مهم دی له هيواده بهر د تيونس، مصر، ليبيا، سوډان او مراكش په شمول د افريقې د شمال په هيوادونو او همداراز د بحرين ، چين، اردن او عربستان په شان هيوادونو كښې د مسلمانو خلكو اسلامی او ولسی پاڅونونه دی.
دوی زياته كړه: دغه بدلونونه څلور كاله مخكښې اټكل شوی وو او د هغو د رامينځته كيده وجه هم هغه جنايتكارۍ، ډيكټاټورۍ، ظلمونه او تاوتريخوالی وو چې ددغو هيوادونو واكمنانو د خلكو سره درلودل.
حيدری ووئيل: ددغو هيوادونو د خلكو اسلامی بيدارۍ د ايران د اسلامی انقلاب د رامينځته كيدو نه بيلګه اخيستې ده.
دوی زياته كړه: د مصر او تيونس ډيكټاټوران راوپرزيدل او د ليبيا ډيكټاټوری حكومت هم د ړنګيدو په درشل كښې دی، آل سعود چې د خپل وخت تر ټولو ستر جنايتكار ډيكټاټور دی هم د نسكوريدو په حال كښې دی او ددغه حكومت په ماتيدو سره به په نړۍ كښې د وهابيت جرړه له بيخه واوځی او په نړۍ كښې به اساسی بدلونونه رامينځته شی.
حيدری ووئيل: دغه ډيكټاټوران دې د صدام او د هغو كسانو له عاقبت او انجام نه عبرت واخلی چې ٨ كاله ئې له هغه څخه د ايران پر خلاف ملاتړ كوو.
:765527