IQNA

په مكې مكرمې كې د قران پاك قرائت مقابله تر سره شوه`

18:34 - March 22, 2011
د خبر لمبر: 2097835
نړيواله ډله: په مكې مكرمی په عمرې تلی ايرانی محصلانو تر مينځ د قران پاك د قرائت مقابله تر سره شوه.
په مكې كې د انقلاب ستر لارښود د دفتر د كلتوری چارو مشر ښاغلی حجت الاسلام "مسعود حاجی ابراہيمی" د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د خراسان څانګې خبريال سره په مركې كې وويل چې د عمری ادا كولو لپاره راغلی د محصلان تر مينځ په مكې ښار كې د قران پاك د قرائت دوهمه مقابله تر سره شوه.
هغه زياته كړه چې په دې مقابلو كې يو سل پنځوس محصلانو برخه واخسته چې پكښې يو محصل د ټؤل قران شريف حافظ ؤ چې ورته خصوصی انعام ډالۍ كړل شو.
765881
captcha