IQNA

مهمانپرست: په غزې تړانګې د صهونيسټی رژيم حمله بل جنايت دی ‏

15:09 - March 25, 2011
د خبر لمبر: 2097983
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست په غزې تړانګې د ‏صهونيسټ رژيم د څاروی ډوله حملې په غبرګون كې دغه صهونيسټی جنايتكار اقدام د دغه تيریګر رژيم د خپل سرو ‏جنايتونو دوام وباله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ‏ويندوی رامين مهمان پرست ووئيل ناروا صهونيسټی رژيم په سيمې كې له موجودې ككړې فضا دخپلوسپيروموخولپاره ‏ناوړه استفاده كوی اويو ځل بيا ئې د غزې د بې څوكه خلكوپه وينوخپل لاسونه ككړكړی دی .‏
د ايران د خارجه وزارت ويندوی روښانه كړه د ايران شريف ملت د تيروخت په څيردفلسطين له مظلوم ملت ‏سره دريدلی اود فلسطين دسپیڅلی آيئډيال په دفاع كې دنړۍدپتمنوملتونوپر آزادی غواړی كلك هوډاوارادې ټينګار كوی.‏
د فلسطين د اطلاع رسونې مركز راپور وركړی چې خونخوارو صهونيسټی عسكروله تير ې يكشنبې ورځې ‏راهسې تر پرون پورې په غزې كابواولس ځله د توپونو او هوائی حملې كړی دی چې له امله ئې لس فلسطينيان شهيدان ‏او ۴۵نور ټپيان شوی دی چې په شهيدانو كې پنځه ماشومان او په ټپيانو كې هم پنځلس ماشومان او شپږ ميرمنې ‏ترسترګو كیږی
‏764863‏
captcha