د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست ووئيل ناروا صهونيسټی رژيم په سيمې كې له موجودې ككړې فضا دخپلوسپيروموخولپاره ناوړه استفاده كوی اويو ځل بيا ئې د غزې د بې څوكه خلكوپه وينوخپل لاسونه ككړكړی دی .
د ايران د خارجه وزارت ويندوی روښانه كړه د ايران شريف ملت د تيروخت په څيردفلسطين له مظلوم ملت سره دريدلی اود فلسطين دسپیڅلی آيئډيال په دفاع كې دنړۍدپتمنوملتونوپر آزادی غواړی كلك هوډاوارادې ټينګار كوی.
د فلسطين د اطلاع رسونې مركز راپور وركړی چې خونخوارو صهونيسټی عسكروله تير ې يكشنبې ورځې راهسې تر پرون پورې په غزې كابواولس ځله د توپونو او هوائی حملې كړی دی چې له امله ئې لس فلسطينيان شهيدان او ۴۵نور ټپيان شوی دی چې په شهيدانو كې پنځه ماشومان او په ټپيانو كې هم پنځلس ماشومان او شپږ ميرمنې ترسترګو كیږی
764863