IQNA

‏ اقتصادی جهاد د رهبرۍ له نظره ‏

22:45 - March 26, 2011
د خبر لمبر: 2098152
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام، د ۱۳۹۰ هجری لمريز كال د پيل په مناسبت د مباركۍ په ويلو سره، نوی كال، ‏اقتصادی جهاد ونوموه. ‏
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای، د نوروز د اختر درسيدا له ‏كبله، ټول ايرانيانو او ملتونو ته چې نوروز لمانځی د مباركۍ په ويلو سره، په بحرين، يمن او ليبيا كې ترخو پیښو ته اشاره ‏وكړه او زياته یې كړه، د دغو پیښو تريخوالی، دغه اختر په مونږ نه خوږوی، او هيله من يو چې خدای دغو ملتونو ته ‏چټكه روښنايی ورسوی. ‏
هغه په دوام كې د همت مضاعف او كار مضاعف يا دوه برابره كار او همت په نامه د ۱۳۸۹ كال نومولو ته په اشارې ‏سره وفرمايل، تيركال دايران ملت او مسولينو ستر كارونه وكړل، او په ټول كال كې ، د ۸۹ كال شعار عملی تحقق پيدا ‏كړ. ‏

هغه په اقتصادی، سياسی، علم او تكنالوجۍ او خارجی سياست په ډګرونو كې د ايران د مسولينو او خلكو د سترو كارونو ‏په يادولو سره، د سب سایډيو هدفمنول، په تير كال كې ستر او حساس كار وباله، او زياته یې كړه: هيواد د پرمختګ او ‏غوړيدا په لارې كې ښه حركت پيل كړی، او دغه حركت هره ورځ، لا چټك كیږی. ‏

ستر لارښود هم دا راز په اسلامی نړۍ كې د وروستی حركت په تشريح سره څرګنده كړه، دغه حركت، دغه زيری ‏راكوی چې روانه لسيزه د سيمې لپاره هم د عدالت او پرمختګ لسيزه وی.‏
‏766169‏
captcha