د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې د نوروز په نړيوالې غونډې كښې په دې خبرې سره چې د كلتوری ميراث ساتل د راتلونكی په لور د حركت د ستنی او د هويت او جرړوو ساتل دی وويل تر ټولو ارزښمن كلتوری فعاليتونه د كلتوری ميراث ساتل دی .
د ايران ولسمشر مينه او محبت، سرشيندنه او زغم د نوروز اختر مهمې ځانګړتياوې وبللې او ویې ويل دغه عناصر د انسانيت او د انسان د كمال لټونې رمز او سرچينه ده .
د ايران ولسمشر پرون مازیګر د تهران په وحدت تالار كښې د نوروز د نړيوال جشن په رسمی دستورو كښې په دې خبرې سره چې د نوروز مهم پيغام د بشر ځلانده راتلونكی ته هيله او له سختيانو تيريدل دی وويل بې شكه د دغه الهی ايت د ارزښتونو په سم ډول معرفی كيدا سره به د نړۍ ټول خلك د هغه هركلی وكړی .
د نوروزو نړيواله غونډه د څه د پاسه شلو ايرانيو او خارجی شخصيتونو په شتون سره د تهران په وحدت تالار كښې تر سره شوه.
766647