IQNA

په كويت كښې د قرآن د بين المللی مقابلو د اطلاع رسونې ځانګړی سائیټ جوړیږی.

17:17 - March 28, 2011
د خبر لمبر: 2098600
بين المللی ډله: د قرآن كريم د بين المللی مقابلو كومې چې هر كال په كويت كښې د جائزه الكويت په عنوان سره تر سره كیږی د عمومی روابطو د كمیټې رئيس علی العوضی په انټرنیټ باندې ددغو مقابلو د اطلاع رسونې د سائیټ د جوړولو خبر وركړ.
د كويت چاپ د الرای ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په كويت كښې د قران د حفظ، قرائت، تجويد او تلاوت د نړيوالو مقابلو د عمومی اړيكو د كمیټې رئيس علی العوضی ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: دغه ګام په دغو مقابلو كښې د ګډون د مينه والو له پاره د نوم ليكلو او په مختلفو څانګو كښې د ګډون د شرائطو د تعقيبولو له پاره د مراحلو د اسانولو په لړ كښې يو نوی ابتكار ګڼل كیږی.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې د كويت له دننه او بهر څخه ټول مينه وال دغه اطلاعاتی سائیټ ته په رجوع كولو سره په دغو مقابلو كښې د برخه اخيستو له پاره په آسانۍ سره نوم ليكی شی زياته كړه: ددغو مقابلو ګټونكو ته به ددې مقابلو د جوړونكو له خوا د ١١٤ زرو كويتی دينارو نه زيات د نغدو انعامونو په توګه وركړې شی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د قرآن كريم بين المللی مقابلې چې په راتلونكې مياشت كښې به تر سره شی يو ډير ستر كار دی چې د نړيوالو سترګې به د كويت وركوټی هيواد ته وبریښوی.
766429
captcha