IQNA

د قران پاك سپكاوې په ځينو ټولنو كې د ترهګرۍ د د واكمنۍ نخښه ده

12:01 - March 30, 2011
د خبر لمبر: 2099083
نړيواله ډله: د پاكستان لومړۍ وزير ښاغلی سيد يوسف رضا ګيلانی د امريكې په ولايت فلوریډا كې د قران پاك د سپكاوی كول په په ځينو ټولنو كې د ترهګرۍ د د واكمنۍ نخښه وبلله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويت سركاری خبری اژانس كونا يی نقلوی چې لومړی وزير تيره شپه په خپلې مركې كې د امريكې د فولوریډا ولايت د چرچ پادرې ښاغلی جونز په لاس د قران پاك سپكاوې او سوځول محكوم كړ.
لومړی وزير په خپل بيان كې په دې خبری ټينګار وكړ چې د قران پاك سپكاوې اهانت يو ناوړه او ټیټ كار او پست كار دی او په دې كار سره دا احساس كیږی چې په ځينو ټولنو كې د تيرې ګری او ترهګرۍ واكمنه ده.
ښاغلی يوسف رضا ګيلانی په پاې كې وويل چې زه د پاكستان ولس او حكومت لخوا د قران پاك سپكاوې او د قران پاك سوځول يو نه بخښونكی جرم ګڼم او په كلكه یې محكوموم
يادونه كوو چې د روانی ميلادی مياشتی مارچ په شلمی نیټې په دستورو كې د فلوریډا ښار ګينزويل كې د "Dove World Outreach Center" نومې چرچ یې پادرې جونز قران وسوځول او د قران سپكاوې یې وكړ.
766931
captcha