IQNA

د انسان په جوړونه كښې د دينی علماو په رول باندې د سورئۍ د مفتی ټينګار.

14:40 - March 30, 2011
د خبر لمبر: 2099118
د فرهنګ او هنر ډله: د سورئۍ مفتی د انسان په جوړونه او د آګاه او مومن نسل په روزنه كښې د دينی علماو په مهم رول باندې ټينګار لری.
د syria-news د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس د سورئۍ د څانګې د رپورټ له مخې احمد بدرالدين حسون پرون د سوریۍ د حماته ښار په اسد نومې فرهنګی مركز كښې په يو لړ ويناوو كښې څرګنده كړه: انسان په ټولو آسمانی دينونو كښې يو مقدس موجود دی او د لوړ موقعيت لرونكی دی او د هغه وژل قطعا حرام دی.
بدرالدين حسون له دينی عالمانو نه وغوښتل چې يو يو زړی او متحد نسل وروزی چې په اخلاقی اصولو او ارزښتونو باندې پائبند وی او علم د نړيوالو مشكلاتو سره د مقابلې له پاره د يوې وسلې په توګه استعمال كړی. 767006
captcha