IQNA

په عربستان كښې د شيعه رسنيو په حقوقو باندې سترګې پټول كیږی

14:40 - March 30, 2011
د خبر لمبر: 2099119
بين المللی ډله: په سعودی عربستان كښې د اهل بيت (ع) د مكتب د پيروانو رسانه ايز حقوق څنګته كړې شوی او هغوی ته د هیڅ خبری ورځپاڼې او د راډيويی برنامې د جوړولو اجازه نه وركوله كیږی
د الكوثر اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په عربستان كښې د اهل بيت (ع) د مكتب منونكی د دينی كتابونو د چاپ كولو اجازه نه لری او د عربستان د اطلاع رسونې وزارت هغه كتابونه چې شيعه مسلمانان ئې له ګاونډيو هيوادونو څخه راوړی، مصادره كوی.
د عربستان په شيعه ميشت قطيف ښار كښې د دينی علومو يو زده كونكی په دې هكله ووئيل: ما څو كاله مخكښې د روژې د مباركې مياشتې په اړه يوه دينی برنامه وليكله خو د عربستان دولتی رسمی چينل ددغه پروګرام خپرول منعه كړل.
766999
captcha