د الوفد اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو مراسمو كښې چې د شيخ الازهر احمد الطيب په شتون سره په الازهر پوهنتون كښې تر سره شول، د قرآن كريم علمی اعجاز او سنت نبوی (ص) د ٢٠١٠ كال د بين المللی مقابلو د ګټونكو قدرونه وشوه.
په دغو مراسمو كښې د الازهر د قرآنی علومو له استاذانو څخه «طه أبو كريشه»، «أحمد شوقی الفنجری»، «قاسم محمد قاسم» ا و «محمد الشحات الجندی» شتون درلود او په مختلفو علومو كښې ئې د قرآن كريم د علمی اعجاز په موضوع باندې ويناوې وكړې.
=767229