IQNA

په مصر كښې د قرآن كريم د علمی اعجاز د پوهنتون د جوړولو غوښتنه.

12:03 - March 31, 2011
د خبر لمبر: 2099297
بين المللی ډله: د قرآن كريم د علمی اعجاز او سنت نبوی(ص) د بين المللی مقابلو د ګټونكو د تجليل په مراسموكښې كوم چې د وری په ٩ نیټه د مصر په پلازمينه قاهره كښې تر شول، ګډون كونكوپه دغه هيواد كښې د قرآن د علمی اعجاز د علمی پوهنتون د جوړولو غوښتنه وكړه.
د الوفد اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو مراسمو كښې چې د شيخ الازهر احمد الطيب په شتون سره په الازهر پوهنتون كښې تر سره شول، د قرآن كريم علمی اعجاز او سنت نبوی (ص) د ٢٠١٠ كال د بين المللی مقابلو د ګټونكو قدرونه وشوه.
په دغو مراسمو كښې د الازهر د قرآنی علومو له استاذانو څخه «طه أبو كريشه»، «أحمد شوقی الفنجری»، «قاسم محمد قاسم» ا و «محمد الشحات الجندی» شتون درلود او په مختلفو علومو كښې ئې د قرآن كريم د علمی اعجاز په موضوع باندې ويناوې وكړې.
=767229

captcha