IQNA

په سوسنګرد كښې (شيعه پيژندنه) نومې كانفرنس تر سره كيدونكی دی.

23:46 - March 31, 2011
د خبر لمبر: 2099362
د قرآنی فعاليتونو ډله: شيعه پيژندنه نومې كانفرنس په سوسنګرد ولسوالۍ كښې جوړيدونكې دی.
د سونسګرد د جينكو د علميه حوزې مديرې زينب بو حميدی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د خوزستان څانګې سره په خبرو كښې ووئيل: دغه كانفرنس د شيعه پيژندنې په زمينه كښې د اهواز د موقت امام جمعه آيت الله محسن حيدری، د سوسنګرد ښار د امام جمعه حجت الاسلام والمسلمين سيد طالب موسوی، د خوزستان د علميه حوزود مدير حجت الاسلام والمسلمين مصطفی آل مبارك، د معظم رهبر د استازی حجت الاسلام والمسلمين سامی بينی او د علميه حوزو د ښوونې د مرستيال احمد آل مبارك په شتون سره تر سره كیږی.
دې زياته كړه: دغه كانفرنس به د غوی د مياشتې په ٢٤ د چهار شنبې په ورځ له ٨ نه تر ١٢ بجو پورې تر سره شی. په سونسګرد كښې د شيعه پيژندنې د كانفرنس د جوړولو هدف د اعتقاداتو پياوړی كول او د وهابيت سر مقابله ده. :
760059
captcha