د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دوه ديرش كاله وړاندې په همداسی ورځ په داسې حال كښې چې دباچا رژيم دنسكوريدا او داسلامی انقلاب د برياليتوب كابو دوه مياشتې تيريدلې دايران خلكو په يوې عمومی ټولپوښتنې كښې داسلامی جمهوريت دايران دسياسی نظام په توګه انتخاب كړ .
خپلواكۍ ، ازادۍ او اسلامی جمهوريت داسلامی انقلاب دبرياليتوب لپاره دمبارزې په پړاو كښې دايران دخلكو اصلی شعارونه وو او په دغه ټولپوښتنې سره داسلام دمبين دين دقوانينو او تعليمونو پراساس دخلكو درايو پراساس دسياسی نظام دجوړيدا لپاره دايران دخلكوغوښتنه دنړۍ خلكو ته ثابته شوه .
دايران داسلامی جمهوريت بنسټګر حضرت امام خمينی ره په ۱۳۵۸ هجری لمريز كال كښې په ايران كښې داسلامی جمهوريت دنظام داعلانو په مناسبت په يوه پيغام كښې وفرمايل په دغه پراخ نظام كښې دملت ټولې پرګنې يو شان او برابرې دی او د الهی عدل رڼا په ټولو خواره ده او دقران مجيد او سنت درحمت باران په ټولو يو شان وریږی .
دايران دراډيو او ټيلی ويژن اداره په ايران كښې داسلامی جمهوريت دنظام دټينګيدا دكليزې په مناسبت دنړۍ ټولو ازادی غواړو ته امباركی وای .
:767460