IQNA

د قرآن د سپكاوی په خلاف افغانستان هماغه راز د مظاهرو ډګردی

18:40 - April 03, 2011
د خبر لمبر: 2099900
سياسی ډله: زمونږ خبريال راپورراكړ د افغانستان له مزارشريف، هرات او كندهاروروسته په ننګرهار او پروان ولايتونو كی هم د امريكا د يوه سپيره پدری په لاس د قرآن پاك د بې احترامۍ په خلاف مظاهرې شوی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، أشقخ دافغانستان د ننګرهار پوهنتون محصلينو او د پروان اوسېدونكو هم د امريكايی پادری له خوا د قران كريم د سوځولو پر ضد مظاهرو ته مخه كړې ده
بايد وويل شی چی وړمه ورځ په مزار، هرات ، پروناو كندهار ولايتونوكی هم مظاهرې شوی چی كابو دولس تنه پكې مړه او په لسګونو نور پكې ژوبل شوی دی
د مزارشريف په مظاهره كی د ملګرو ملتو پر دفتر په يوه حمله كی كابولس بهرنيان او افغانان ووژل شول.
راپورونه وايی چی نن د كندهار پوهنتون محصلينو د دوهمی ورځی لپاره بيا مظاهره كړې او د پرونۍ پېښی دعواملو د سزه كولو غوښتنه ئې كړې
768010
captcha