IQNA

احمد وحيدی‎:‎‏ په اقتصادی جهاد كال كې به هم بنديزونه اغيزې ونه لری ‏

18:13 - April 03, 2011
د خبر لمبر: 2099914
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت دفاع وزير سردار احمد وحيدی نن د وسله وال ځواك د ملاتړی او دفاع وزارت د مديرانو ‏او كاركونكو په ټول كې وويل په اقتصادی جهاد كال كې په دوه چنده كار، خلاقيت او مالی او اقتصادی ماډرنوالی او انضباط سره ‏بنديزونه بې اغيزې كیږی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمد وحيدی وويل په اقتصادی جهاد كال كې په دوه چنده كار، خلاقيت او ‏مالی او اقتصادی ماډرنوالی او انضباط سره بنديزونه بې اغيزې كیږی او غليمان به پخپلو كړنو پښمانه كړی. ‏
ښاغلی احمد وحيدی روښانه كړه د ايران د وسله وال ځواك ملاتړی او دفاع وزارت هماغه ډول چې په تيرو ۳۲ كلونو كې ئې له ‏بنديزونو پهّ تيريدا كې چورليزې او مهم رول لوبولی دی په نوی لمريز كال كې چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله ‏العظمی سيد علی خامنه ای د بنديزونو د بې اغيزه كولو لپاره يو لړ مهم پروګرامونه لری چې په اجرا كولو سره به ئې د اسلام ‏دښمنان نهيلی شی. ‏
‏768007‏
captcha