د نسيج خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: مصری مظاهره چيانو په شيخ الازهر احمد الطيب باندې د دينی موسسې له كاركونكو څخه د ناوړه استفادې د تور په لګولو سره د هغه د څنګته كيدو غوښته وكړه.
مظاهره كونكو د الطيب پيراوان د مصر د معترضو او انقلابی خلكو پر خلاف د يو لړ اقداماتو په اجرا كولو تورن كړل او د يو شكايت په برابرولو سره ئې د پخوانی نظام له پاتې شويو څخه د الازهر پوهنتون په پاكولو باندې ټنیګار وكړ.
د الطيب د څنګته كولو غوښتنه د شيخ الازهر په توګه د احمد الطيب په نسبت په وفادارۍ باندې د الازهر د اسلامی تحقيقاتو د ټولنې د غړيو له بيعته يوه ورځ وروسته رامينځته شوه او ددغې ټولنې غړيو د الطيب له پاره د كاميابۍ په آرزو سره د شيخ الازهر پوسټ او موقعيت ډير مهم وباله چې د هغه رئيس د انتخاباتو له لارې نه شی ټاكل كيدې.
767999