د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد د ملګرو ملتونو له عمومی منشی بان كی مون سره په ټيلی فونی خبرو كښې د خلكو د غوښتنو په ګټه د سيمې د بدلونونو په مديريت كښې د بان كی مون د رول په لوبولو ټينګار وكړ.
د ايران ولسمشر دغه راز په هغو پیښو د اندیښنې او خواشينې په څرګندولو سره چې د افريقا په شمال او مينځنی ختیځ ځينو سيمو كښې روانې دی وويل اوس وخت رارسيدلی دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشی د خبرو اترو پراساس د موجودو مسايلو په حل كښې تاريخی او ټاكونكی رول ولوبوی چې د عراق او افغانستان غيمزه تكرار نشی.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد په دې خبرې ټينګار سره چې امنيت شورا د امريكې او د ځينو اروپايی هيوادونو د ناوړه نيتونو په دليل د سيمې د بدلونونو په سم ډول د مديريت توان نه لری د سيمې په هيوادونو كښې د امريكې او ځينو اروپايی هيوادونو لاسوهنه د شرايطو د پيچلی كيدا او اندیښنه سبب وبللې او د ملګرو ملتونو سر منشی د دغو هيوادونو د لاسوهنې مخنيوی ته وباله.
د ايران ولسمشر ډاګينه كړه چې د لويدیځ حكومتونه يوازې د خپلو ګټو په تعقيبولو پسې دی او په بحرين او ليبيا كښې د لويدیځ حكومتونو دوه ګوڼه چلند او د فلسطين د بې ګناه خلكو په وړاندې صهيونيسټ رژيم د جنايتونو په وړاندې د هغوې چپتيا په نړۍ كښې د هغوې متناقض كړچار ثابت كړ.
768411