IQNA

د بحرين ځواكونو څو جوماتونو ته اوور ولګول ‏

19:51 - April 04, 2011
د خبر لمبر: 2100549
سياسی او ټولنيزۀ ډله: د بحرين امنيتی ځواكونو د حكومتی اعتراض كوونكو د ځپنې لپاره د خارجی ګوډاګيانو په ملګرتيا سره د ‏پلازمينې منامې په شمال لويدیځو سيمو حملې وكړې.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين امنيتی ځواكونو نن د خارجی ګوډاګيانو په ملګرتيا سره د ‏پلازمينې منامې په شمال لويدیځ كښې په بنی جمره كلی حملې سره د اعتراض كونكو يو شمير كورونه ړنګ كړل او جوماتونو ته یې ‏اوور ولګول. په دغو حملو كښې د سيمې اوسيدونكو څو ګاډو ته هم تاوانونه ورسيدل.‏
له بلې خوا د بحرين په سلګونو ښاريزو د حسن جاسم مكی د خاورو ته د سپارلو په دستورو كښې په ګډون سره چې د بحرين امنيتی ‏ځواكونو د شكنجه كولو په وجه وژلی دی د خپلو غوښتنو تر پوره كيدا پورې د مبارزې پر دوام ټينګار وكړ.‏
مظاهره چيانو د بحرين په چارو كښې دسعودی عربستان په لاسوهنې نيوكې او دخارجی پوځيانو دوتلو پرضرورت ټينګار سره وويل ‏ددغه هيواد ديكتاتور تر څنګ ته كيدا پورې به خپلو سوله ايزو مظاهرو ته دوام وركړی .‏
له بلې خوا دناصر علی عوض المهيری په نوم ديوه ګوډاګی په اعترافاتو كښې چې ويلی یې دی دبحرين دولسی مظاهرو په ځپنې ‏كښې دبحرين له امنيتی ځواكونو سره دمرستې لپاره بحرين ته ورغلی دی ويلی دی زه له يمن څخه بحرين ته ورغلی يم او دبحرين په ‏كورنيو چارو وزارت كښې په كار بوخت شوی يم .‏
‏768401
captcha