د الكوثر خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر د اوقافو د وزارت يو شمير پوهانو او علماو، په اخوان المسلمين غورځنګ پورې پيئلو عالمانو، په ( انصار السنه المحمديه) اسلامی انجمن پورې وابسته پوهانو، د (التبليغ و الدعوه) اسلامی ګوند او د مصر په جنوب كښې د اسوان ولايت شرعی انجمن په مصر كښې واحد اسلامی ائتلاف جوړ كړ.
د دينی او مدنی حكومت جوړول، ملی ګروهنه او وطن سره مينه، د فساد سره قانونی مقابله، د خلكو د خوښې وړ دينی ليدتوګو او كړچارونو باندې ټينګار او د ائتلاف د سر منشی سره د مصر له (اسوان) ولايت نه بهر د مبلغانو د ليدنې كتنې موافقه هغه مهم چورليزونه وو چې د ائتلاف د غړيو په وړومبنۍ غونډه كښې مطرح شول.
768488