IQNA

د بحرين رژيم ددغه هيواد يو شمير جوماتونه وسوزول.

14:11 - April 05, 2011
د خبر لمبر: 2101039
بين المللی ډله: د بحرين رژيم د مذهبی فتنې د اور د لمبو د غرغنډه كولو په موخه او د مجوز د نه لرلو په پلمه ددغه هيواد ځينی مسجدونه ويجاړ كړل او وئې سوزول.
د الكوثر اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين يو روحانی او عالم عبد النبی النشابه وړمه ورځ ددې خبر په اعلانولو سره ووئيل: د بحرين حكومت د دولتی مجوز د نه لرلو په بهانه ددغه هيواد په مختلفو سيمو په تيره بيا په حمد سيمه كښې د جوماتونو په ورانولو او سيزلو لاس پورې كړی دی.
دوی زياته كړه: د بحرين حكومت همداراز هغه كاركونكی چې په وروستيو اعتراضاتو كښې ئې ګډون كړی وو او د سياسی اصلاحاتو غوښتنه ئې كړې وه، له كاره ويستل شوی او يا ئې د هغوې تنخواه وركول بند كړی دی او همدغه شان د پوهنتونونو هغه ټول كار كونكی او محصلين ئې چې ددغه مظاهرو ملاتړی وو، خارج كړی دی.
انشابه زياته كړه: د بحرين حكومت ددغو رودو په كارولو او په تيره بيا د جوماتونو په سوزولو سره غواړی چې په دغه هيواد كښې د مذهبی فتنې اور لا غرغنډه كړی چې له دغې لارې، خلك له خپلو اصلی غوښتنو څخه ليرې كړی او هغوی په مذهبی جنګ بوخت كړی.
768401


captcha