IQNA

د لندن په (توتينګ) كښې د اسلامی آثارو نندارتون تر سره كيدونكی دی.

14:44 - April 07, 2011
د خبر لمبر: 2102014
بين المللی ډله: د اسلام سفر په عنوان سره د اسلامی هنری آثارو يو نندارتون د لندن د جنوب د (توتينګ) په اسلامی مركز كښې د تر سره كيدو په حال كښې دی.
د «Guardian» ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لندن په جنوب كښې د «بلم» (Balham) او «توتينگ» (Tooting) سيمو څه باندې ٨٠٠ ښاريزو تر اوسه پورې ددغه نندارتون كتنه كړې ده.
ددغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو كښې چې د قرآن كريم په قرائت او د مذهبی سرودونو په اجراسره پيل شول، د لندن د جنوب د ونډزورت د شوری د رئيس ایډورډ ليسټر، په پارليمان كښې د توتينګ د استازی صادق خان، د نډزورت ښاروال «پييرز مك‌كازلند» او ددغې سيمې د كشيشانو يا پادريانو د يوې ډلې په شمول بلل شويو ميلمنو ويناوې وكړې.
769793
captcha