د الكوثر د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم به د هالينډ د فرهنګی موسسې الكوثر او د هالينډ د عراقی انجمنونو د شوری په همت او په هالينډ كښې د دوی د مينه والو په شتون سره تر سره شی.
آيت الله شهيد سيد محمد باقر صدر (رح) او د دوی شهيده خور ٣١ كاله مخكښې د ١٩٨٠ ميلادی كال د اپريل د مياشتې په ٨ نیټه د عراق د څنګته كړې شوی ولسمشر صدام پورې د پيئلی بعثی رژيم د ځواكونو په لاس په شهادت ورسيدل.
د وئيلو وړ ده چې دغه مراسم به د جمعې په ورځ يعنې د وری د مياشتې په ١٩ د الكوثر د فرهنګی موسسې په همت او په هالينډ كښې د عراقی انجمنونو د شوری په همكارۍ سره تر سره شی او يو شمير پوهان او څیړونكی به په كښې ويناوې وكړی.
769815