IQNA

احمدی نژاد: د انسانيت ویښول د ايران د ملت دنده ده

17:18 - April 08, 2011
د خبر لمبر: 2102220
سياسی ډله: اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی ډإكټر محمود احمدی نژاد د بشريت او انسانيت ویښول د ايران د ملت ماموريت وباله .
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ايران په لويدیځ كښې د كرمانشان ولايت له شخصيتونو او مشرانو سره په كتنې كښې وويل نن سبا د ايران له ملت پرته هیڅ څوك د بشريت لپاره هيله وركونكی پيغام او تكفر نلری .
د ايران ولسمشر ښاغلی ډإكټر محمود احمدی نژاد دې ته په اشارې سره چې د ايران ملت دوه ستر تاريخی ماموريتونه پرغاړه لری وويل د اسلامی ايران جوړول ، د بشريت ویښول او له عدالت څخه ډك نړيوال حكومت ته د هغوې وربلل د ايران د ستر ملت دوه تاريخی ماموريتونه دی .
د ايران ولسمشر ښاغلی ډإكټر محمود احمدی نژاد په دې خبرې سره چې دبشريت يوازنې لاره دنړيوالې واكمنۍ ټينګول دی وويل لويدیځوالو اصالت په مادی ګروهنو تعبير كړ او سختې وسله والې سيالۍ او دملتونو دشتمنيو غلا كول دلويدیځ دمادی ګروهنه نتيجه ده
770515
captcha