د «wocihac» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د مالايا پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د اكیډمۍ د مسئولانو په همت او په ننۍ نړۍ كښې د موجودو مشكلاتو د هوارولو، د اسلامی تاريخ او تمدن د استاذانو تر مينځ د ارتباطی شبكې د جوړولو اوپه دې ډګر كښې د فعالو پوهانو د ائتلاف د جوړولو له پاره د اسلامی تاريخ او تمدن په هكله د نويو نظراتو او پوهې د وړاندې كولو په موخه جوړیږی.
اسلام او په سيمه ايزو كلتورونو باندې د هغه اغيزه، د اسلامی فرهنګ ځائی او نړيوال اثرات، په مختلفو اسلامی ټولنو كښې اسلامی هنر، اسلام او د جنسيت مسئله، اسلام او په تاريخ كښې يو څو فرهنګونه، اسلام او ملی ګروهنه او مسلمان اقليتونه يا لږكی هغه موضوعګانې دی چې په دغه بين المللی كانفرنس كښې به وڅیړلې شی.
دغه كانفرنس په مالائی، انګريزۍ او عربۍ دريو ژبو كښې جوړیږی او په كښې د ګډون كولو مينه وال د چنګاښ د مياشتې تر ٩ نیټې پورې خپلې كوټلې مقالې ددغه كانفرنس د تر سره كولو دارالانشا ته په wocihac@gmail.com انټرنیټی ایډريس باندې لیږلې شی.
771007