IQNA

د غزې د حالت د څیړلو له پاره د عربو د اتحادئۍ بیړنۍ غونډه پيل شوه

20:46 - April 10, 2011
د خبر لمبر: 2103578
بين المللی ډله: د غزې په تړانګه باندې د صهيونيسټی نيواكګر رژيم د حملو د نوې څپې د څیړلو په موخه د عربو د اتحادئۍ بیړنۍ غونډه د وری د مياشتې په ٢١ پيل شوه.
د كويت د (KUNA) خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې چې د فلسطين د حكومت په غوښتنه جوړه شوه، په بې دفاعو خلكو باندې د صهيونيسټی رژيم بيابيا حملې، د غزې د تړانګې محاصره او ددغو حملو د بندولو له پاره د يوې حل لارې موندل د څیړنې وړ ګرځی.
د عربو د اتحادئۍ د عمومی منشی مرستيال احمد بن حلی اعلان وكړ: د غزې په تړانګه باندې د صهيونيسټی رژيم حملې هغه نوی جنايت دی چې دغه رژيم د تيرو ٦ اونيو په اوږدو كښې دفلسطين د خلكو پر خلاف تر سره كړی او په دير ياسين كښې د فلسطينيانو د وژلې د كليزې سره كومه چې په ١٩٤٧ كال كښې رامينځته شوه يو ځائې شوی دی.
په وروستيو دوو ورځو كښې صهيونيسټی نيواكګر رژيم د غزې په تړانګه كښې په روغتونی او د رسنيو په مركزونو او د خلكو په كورونو باندې په حملې سره ١٧ تنه وژلی او په لس هاوو تنه ئې زخمی كړی دی.
771717
captcha